ایکنا د Counter Current له قوله راپور راکړ، د هندوستان یو خبریال و لیکوال سید علی مجتبی په یوه هغه یاددښت کې چې په دغه ویب پاڼې کې خپور شوی ،دهندوستان دسینما او له مسلمانانو سره د ځينو هندی فلمونو دضدیّت موضوع ته اشاره کوي او لیکي ، په وروستیو کلونو کې دهند سینما د مسلمانانو په ضد دکرکې خورونکو فلمونو مخ په وده بهیر تغذیه شوی دی . بالیووډ فلمي صنعت په وروستیو کابو نهو کلونو کې د مسلمانانو تحریف شوی تصویر انځور کړی دی او د بی جې پي ګوند واک ته له رسیدا،یعنی له ۲۰۱۴کال راهسې ئې دغه شان دسیسې نوره هم زیاتې کړي دي.
په دغو کلونو کې په جوړو شوو فلمونو کې په ۲۰۲۲کال کې کشمیری دوسیې، په ۲۰۱۸کال کې پادموت، په ۲۰۱۶ کال کې زما تر برقعې لاندې سرخئ،په ۲۰۲۰کال کې تنها جی او تر ټولو وروستۍ هم په ۲۰۲۳ کال کې د کرالا کیسه او داسې ځينی نور فلمونه شامل دي . دغه ټول فلمونه د اسلام ضده یو نظر او فکر لري او له یوه وحشي ډوله، ځيږ او غیر متمدن دینه د پیروئ په دلیل د هند د مسلمانانو ټولنې رټل ؛ ددغه شان فلمونو موخه ده چې د هند اجتماعي عموي جوړښت ته ئې په دایمي ډول رسولې ده.
بالیووډ په دغو مودو کې د هندوستان په مسلماناو باندې د حملو لپاره له سنیمائي رسندوي څځه استفاده کوي.
له دغه شان فلمونو جوړولو څخه موخه په هندوستان کې د واکمن افراطي ګوند په اشارو سره له ډيرې زیاتې اوزیاتیدونکی بیروزګارۍ ، اقتصادی مشکلاتو او نورو اخلاقي او اجتماعی ترینګلتیاؤ په څير له حقیقي مسئلو د خلکو د ذهن منحرفول د هندوستان په ټولنې کې د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ اړئ ګړئ زیاتول دي.